زيلينسکي: روسيې د دونباس سيمه يو مخ ويجاړه کړې

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي، روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې حملو ته زور ورکړی او د ده په وینا د دونباس سیمه یې یو مخ ویجاړه کړې ده.

زیلینسکي پرون ناوخته په یوه ویډیويي وینا کې روسي ځواکونه د اوکراینیانو د وژلو لپاره په هڅه، تر ممکنه حده په تاوان اړولو او نسل وژنې تورن کړل.

زیلینسکي همدا راز وویل چې پرون یې د بریتانیا له صدراعظم بوریس جانسن او د اروپايي کمېسیون له مشرې اورسلا وان دیرلن سره د مالي مرستو، د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او په ازوفستال فابریکې کې د اوکرایني ځواکونو په اړه خبرې وکړې.