د امريکا سنا جرګې اوکراين سره د ۴۰ ميليارده ډالرو پوځي مرستې تايد کړې

د کانګرس ودانۍ

د امریکا سنا جرګې اوکراین ته د ۴۰ میلیارده ډالرو پوځي او اقتصادي مرستو بسته په غوڅ اکثریت تایید کړه.

دغې بستې ته شپږاتیا سناتورانو مثبتې رایې ورکړې، خو د مخالفو رایو شمېر یوازې ۱۱ و.

ټاکل شوې د دغو مرستو سند ژر تر ژره د امریکا د ولسمشر جوبایډن له خوا لاسلیک شي.

تېره اوونۍ د کانګرس استازو جرګې دغه سند تصویب کړی و.