د طالبانو حکومت د رسنيزو سرغړونو د څېړنو کمېسيون بيا فعاله کړی

د افغانستان د يو خصوصي ټلوېزيون تخنيک خونه

د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ یوه ټویټ کې وویل، د دغه کمېسیون فعالول یې د رسنیو د ملاتړ او د رسنیزو شکایتونو د اوریدو په برخه کې د ژمنتوب څرګندونه کوي.

په همدې حال کې د افغانستان د خبریالانو فدراسیون او رسنیزو بنسټونو یوه خبرپاڼه کې ویلي، د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون هغه مهال ګټور ثابتېدای شي چې په خپلواکه، مسلکي او شفافه بڼه فعالیت وکړي.

طالبان داسې مهال دا اقدام کوي چې د دوی د بیا ځلې حکومت له پيله سلګونه رسنۍ تړل شوي، پر رسنیو محدودیتونه زیات شوي او خبریالان په عام محضر کې وهل ټکول او ان توقیف شوي دي.