د طالبانو د اوسنۍ او پخوانۍ واکمنۍ ترمنځ څه ورته والی شتون لري؟

په کابل کې د جبري حجاب پر ضد د ښځو لاریون - May 10 2022

د طالبانو له‌خوا پر ښځو اجباري حجاب او ډول ډول محدودیتونه، د موسیقۍ په غږولو بندیز او تر خوا د فشار یا هم زور له لارې د ږېرې پرېښودل، د دوی د اوسنۍ او پخوانۍ واکمنۍ د تشابُه مهم ټکي دي.

په دې راپور کې یې یوازې د خپل تخلص چې اماني دی، د یادولو اجازه ورکړه.

مدافع وکیله وه، خو له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، دنده یې پرېښوده او تر ننه په کور ده.

د ښځو پر وړاندې د طالبانو بېلابېلو وضع شویو محدودیتونو ته د جبر، ظلم او د ټولنې د یوې برخې د حذف نوم ورکوي.

هغه وايي: "موږ درې زره ښځینه مدافع وکیلانې لرو. دوی اوس نه یوازې دا چې له سختو امنیتي ستونزو سره مخ دي، بلکې اقتصاد یې هم ځپل شوی دی."

د اغلې اماني په څېر زرګونه افغان ښځې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، بې‌دندې شوې، خو یوازې دومره نه‌، بلکې طالبانو د نجونو او ښځو پر زده‌کړو هم محدودیت وضع کړی.

فاطمه باید سږ کال له دولسم ټولګي فارغه شوې وای.

د هغې ټولې هېلې زده‌کړې دي، خو طالبانو پرې د ښوونځي دروازې بندې کړي.

خوست کې د یوه ښوونځي زده کوونکې

هغه وايي: "مکتوبونه چې بند شوي، هره ورځ په یوه کال حسابوم. دا یو ډېر بد وضعیت دی. هیله کوم او غوښتنه مو دا ده چې ژر تر ژر زموږ ښوونځي خلاص کړئ. څو نجونې وشي کولای مکتبونو ته ولاړې شي او تعلیم وکړي."

له کار او زده‌کړو د نجونو او ښځو د بې‌برخې کولو په ګډون، طالبانو په ښځو حجاب هم جبري کړی او چادري یې د حجاب تر ټولو ښه بڼه یاده بللې ده.

د دې ترڅنګ د طالبانو د امرباالمعروف او نهی‌المنکر وزارت په ټول دولتي ادارو کې د ږېري پرېښودو کمپاین پیل کړی او تر خوا یې په لویو لارو او واټونو هم محتسبین له خلکو غواړي چې ږېري پرېږدي.

د طالبانو د امرباالمعروف او نهی‌المنکر وزارت

د یوې دولتي ادارې کارکوونکی چې نه‌غواړي نوم او غږ یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، هغوی چې ږیره نه‌لري دفترونو ته د تلو اجازه نه‌ورکول کېږي.

موسیقي چې د افغانستان د فرهنګ سره تړلی یو ارزښت دی.

طالبانو یې په اورېدو بندیز لګولی او ترخوا یې هېڅ هنرمند په ازاد ډول نه‌شي کولای کنسرت ورکړي یا هم سندرې ووايي.

فریده ترانه افغان سندرغاړې ده چې اوس هالنډ کې اوسي.

اغلې ترانه ازادي راډیو ته وايي، د طالبانو په واکمنېدو سره افغانستان یو ځل بیا د هنر او موسیقۍ د نابودۍ په درشل کې دی.

هغه زیاتوي: "ورو، ورو ګورو چې موږ ګورو چې د پخوا په څېر چلند سره مخ کېږو، یعنې دا چې درس نه ویل، د موسیقۍ حراموالی، د هنر حرام ګڼل هر څه په خپل ځای دی، بس یوازې ورو، ورو یې را مخ‌ته کوي. بدبختانه موږ بیا هم د هنر، موسیقۍ او په ټولو برخو کې د تیارې او سقوط سره مخ یوو."

موده وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې دوه ویډیوګانې خپرې شوې چې په کې ښکاري، طالبان د یوه هنرمند د موسیقۍ وسایل سېځي.

په یوه بله ویډیو کې هم چې موده وړاندې خپره شوه، ښکاري چې طالبانو یوه ډله هنرمندان چې د موسیقۍ آلات یې ورسره و، پر عمومي سړک د سزا ورکولو په تور روان کړي او له خلکو غواړي چې ننداره یې وکړي.

طالبانو د دوو ویډیوګانو په اړه هېڅ و نه ویل، خو وايي، موسیقي په اسلام کې نا روا ده.

په نويیمه لسیزه کې هغه مهال چې د طالبانو رژیم پر افغانستان واکمن و، په همدې شکل ښځو د کار او زده‌کړو اجازه نه‌درلوده، حجاب چې بڼه یې چادري وه، جبري و او تر خوا یې پر موسیقۍ اورېدو او خپرولو بشپړ بندیز و.

بشیرصافی چې د امریکا په اسپین پوهنتون کې یې د کورني امنیت او تروریزم برخه کې لوړې‌ زده‌کړې کړي وايي، د طالبانو له کړنو معلومېږي چې د تېر په پرتله یې هېڅ تغییر نه‌دی کړی.

هغه وايي: "په ښځو محدودیتونه په ځانګړي ډول د ښځو په برخه کې، دوی دا په دا په نړیوال د خپل حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره د حربې په توګه کاروي چې د نړیوال غصه یې هم را پارولې ده. دوی شاید په دې کارونو اکتفا ونه کړي او د ښځو د زده‌کړو، حجاب او نور موضوعات چې اصلا له اسلامي او فرهنګي ارزښتونو سره اړیکه نه‌لري، بندیزونه زیات کړي. دوی فکر کوي چې په همدې بندیزونو سره به نړیوال پر دوی فشارونه را کم او دوی به په رسمیت وپېژني."

د باور غورځنګ مشر نجیب ازاد بیا طالبان تورنوي، چې له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره یې د خلکو د حقونو د خوندیتوب او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه خپلې کړې ژمنې تر پښو لاندې کړي.

نجیب ازاد

هغه وویل: "د طالبانو په ماهیت یا ایډیالوژۍ کې اصلا سره فرق نه‌دی راغلی. هغه په عملي ډول لیدل کېږي. د مېرمنو پر وړانډې چې د طالبانو کوم دریځ پرون، مطلق هماغه دریځ یې نن دی. د دوی سیاسي ساختار هغه ډول چې ۲۲ کاله پخوا و، اوس هم دی. اوس هم ورته امارت وايي. د قانون جوړونې څخه تر ظرفیتونو پورې پرون هم بې‌پروا نن هم. هغه مهال چې دوی لاندې صفونو کې په کومې ایډیالوژۍ چې جنګیالي را ټول کړي و، نن هم هماغه فکر دی."

له طالبانو مو د دې راپور تر خپرېدو د پورته نیوکو او ادعاوو په اړه سپیناوی وغوښت، خو ځواب یې را نه کړ.

یوازې په کور دننه نه، بلکې د طالبانو اوسنی رژیم په نړیوال کچه د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو، ملګرو ملتونو او ډېر شمېر هېوادونو له‌خوا تر نیوکو لاندې دی چې افغانان یې له خپلو بنسټیزو بشري حقونو بې‌برخي کړي او خپله یوه ځانګړې ایډیالوژي پرې په زور تحمیلوي.

هغه څه چې طالبان یې د افغانستان کورنۍ موضوع بولي او وايي، بهرنیان دې په دې برخه کې لاسوهنه نه‌کوي.