د اوکراین ولسمشر د ډرون الوتکو په اړه د روسیې وروستۍ ادعا تبلیغات بولي

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي وایي، د روسې دا ادعا چې وایي، په اوکراین کې د ډرون الوتکو د ویشتلو لپاره د لوړ قدرت لرونکې لایزري وسلې د سیستم تولید ته نږدې شوی، د جګړې د وخت د هغو مشرانو تبلیغات دي چې وېرېږي خپلې وحشتانکې تېروتنې ومني.

د روسیې د ټاس خبري آژانس د راپور له مخې د روسیې د صدراعظم مرستیال یوري بوریسوف پرون چهارشنبې مسکو ته نږدې په یوه کنفرانس کې وویل، چې روسیې د لایزري وسلو داسې سیسټم ته وده ورکړې چې څو چنده ځواکمن دی او د دې توان لري چې مختلف هدفونه وسوځوي.

د راپور له مخې دغه نوی سیسټم پرون چهارشنبې آزمویل شوی او یو ډرون یې په پنځو سانیو کې له منځ وړی دی.

بوریسوف د دې پوښتنې په ځواب کې ایا له دغه سیسټم څخه په اوکراین کې کاراخیستل شوي وویل، هو او زیاته یې کړه چې لومړنۍ نمونې هلته کارول شوي دي.