امریکا په ناټو تړون کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب غوښتنې کلک ملاتړ وکړ

د امریکا ولسمشرجوبایډن

د امریکا ولسمشرجوبایډن په ناټو تړون کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب د غوښتنې کلک ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې متحده ایالات به د دوی امنیت ته د هر ډول ګواښ پر وړاندې بیدار پاتې شي.

هغه په یوه بیان کې د فنلنډ او سویډن دا پرېکړه تاریخي بللې او ویلي یې دي، چې دی به د امریکا له کانګرس او د ټاتو له متحدانو سره کار وکړي څو هرڅومره ژر چې کېدای شي دغه دواړه هېوادونه د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ پرون وویل، چې په ناټو تړون کې د غړیتوب لپاره یې د دواړو هېوادونه رسمي غوښنلیکونه ترلاسه کړي دي.

سویډن او فنلنډ چې د اروپایي ټولنې غړې دي او تراوسه یې ناپیلی موقف درلود، په ناټو تړون کې د غړیتوب غوښتنه هغو مخ په زیاتېدونکو اندېښنو ته په پام کړې چې پر اوکراین د روسیې د یرغل له امله راپورته شوي دي.