سرچینې: ترکیه کې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا جوړه شوه

د عکس ښي لور ته د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم او چپ لور ته د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور

د طالبانو یو شمېر مخالف مشران چې د ترکیې په پلازمېنه انقره کې راغونډ شوي وو، د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا جوړه کړه.

یو شمېر سرچینو چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی وو، وایي دا غونډه په انقره کې د مارشال عبدالرشید دوستم په کوربه توب د هغه په کور کې جوړه شوې وه.

د دغې غونډې په اړه د ګډې اعلامیې ترڅنګ د ګډونووالو هغه فهرست چې دغو سرچینو ازادي راډیو ته رااستولی، د شاوخوا څلویښتو سیاسي شخصیتونو له ډلې د شلو کسانو نومونه ذکر شوي دي.

په دغو شخصیتونو کې جهادي مشرعبدرب الرسول سیاف، د جمعیت اسلامي د ګوند د بیلې شوې ډلې مشر عطامحمد نور، د حزب وحدت اسلامي افغانستان مشر حاجي محمد محقق، د ولسي جرګې پخوانی مشر میر رحمان رحماني او د یو شمېر نورو سیاسي څېرو نومونه لیدل کېږي.

د غونډې اکثره ګډونوالو چې د طالبانو د پخوانۍ واکمنۍ د وخت د شمالي ټلوالې ډلې غړي دي، په تېر جمهوري نظام کې لوړې دندې درلودې او ډېر ځلې یې هم د هغه نظام مخالف دریځ غوره کړی و.

د ولسي جرګې پخوانی غړی رحمان اوغلو چې اوس په ترکیه کې اوسي او د دې غونډې یو ګډونوال و، پرون د ورځې ناوخته د دې غونډې په اړه ازادي راډیو ته وویل، دا مشران د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت د عالي شورا پر جوړولو خبرې کوي او زیاته یې کړه، دوی هڅه کوي چې لس کمېټې جوړې کړي چې یوه یې هم نظامي کمېټه ده چې پرې توافق شوی دی.

دغو سرچینو دغه راز ویلي، چې د طالبانو ضد د ملي مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود هم د دې شورا غړیتوب لري.

د طالبانو حکومت چې ترکیه ورسره ښې اړیکې پالي، تراوسه پورې د دې غونډې په وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.