ایراني او تاجکستاني چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړي

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان

د ایران د وسله وال ځواک لوی درستیز محمد باقري د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

د ایر اني رسنیو د راپور له مخې، باقري د تاجکستان له ولسمشر سره په خبرو کې وویل، چې د ایران او تاجکستان وسله وال ځواکونه له افغانستان سره په سوله او ثبات کې مرسته کولی شي.