لومړني روسي پوځي په اوکراین کې پر خپل جرم اعتراف وکړ

روسي پوځي وادیم شیشي

لومړني روسي پوځي، چې د جنګي جنایت په تور د اوکراین په پلازمېنه کییف کې یوې محکمې ته حاضر کړای شو، پر خپل جرم اعتراف وکړ.

دا ټیټ رتبه روسي افسر، چې وادیم شیشي مارین نومېږي، د اوکراین د شمال ختیځ په چوپا خیف کا کلي کې د یوه بایسکل چلوونکي د وژلو په باب د محکمې د قاضیانو د پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا کار یې کړی دی.

د اوکراین دولتي څارنوال په محکمې کې وویل، چې شیشي مارین ته ویل شوي و چې دا ملکي وګړی ووژني چې په سیمه کې د روسي ځواکونو د حضور په اړه چا ته معلومات ورنه کړي.