روسيې په ماريوپول ښار کې د کلابندو اوکرايني سرتېرو د ورتسليمېدو خبر ورکړی

ارشيف

د روسیې د دفاع وزارت ویاند جنرال ایګور کونا شینکوف نن وویل چې ۶۹۴ اوکرایني جنګیالي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تسلیم شوي چې ۲۹ یې ټپي سرتېري دي.

هغه زیاته کړه چې په دې موده کې ۲۶۵ اوکرایني سرتېرو خپله وسله پر ځمکه ایښې ده چې ۵۱ یې ټپیان دي.

د راپورونو له مخې دغه ټول سرتېري او جنګیالي د اوکراین ختیځ هغو سیمو ته لیږدول شوي چې روس پلوه بېلتون غوښتونکي پرې کنټرول لري.

د اوکراین چارواکو تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي خو له دې مخکې یې ویلي و چې د ازوف د فولادو له فابریکې څخه په سلګونو سرتېري او جنګیالي د سره صلیب او ملګرو ملتونو په همکارۍ تخلیه شوي او د روس پلوه وسله والو تر ولکې لاندې ښارونو ته انتقال شوي دي.