د افغانستان بانک نن چهارشنبه ۱۳ میلیونه ډالره لیلاموي

د افغانستان بانک د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت لوړولو په خاطر دا کار کوي.

د افغانستان بانک په وېبپاڼه کې راغلي دي چې د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت لوړولو په خاطر دا کار کوي.

د افغانستان بانک له ټولو بانکونو او صرافیو غوښتنه کړې چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي او د لیلام ګټونکي اړ دي چې خپل حساب نن تصفیه کړي.

د افغانستان د صرافانو ټولنې مرستیال حاجي داد ګل نن ازادي راډيو ته وویل، که څه هم په وروستۍ اوونۍ کې د افغانیو په وړاندې د ډالرو ارزښت لوړ شوی دی خو د ۱۳ میلیونه ډالر به د افغانیو د ارزښت په لوړولو مثبت تاثیر وکړي.

تېره اوونۍ هم د افغانستان بانک د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت لوړولو په خاطر ۱۲ میلیونه ډالره لیلام کړي وو.

د افغانستان بانک داسې مهال د افغانیو د ارزښت لوړولو په خاطر د ډالرو د لیلام خبره کوي چې نن یو ډالر په ۹۰ افغانۍ او ۵۰ پوله د کابل په بازارونو کې تبادله کېږي.