ترکيې په فارياب کې درې سوه کورنيو سره بشري مرستې کړي

د ترکيې لخوا خلکو سره د مرستو يو انځور

په افغانستان کې د ترکیې سفارت د فاریاب ولایت له درې سوه کورنیو سره د بشري مرستو خبر ورکړ.

دې سفارت پرون په ټویټر کې ولیکل چې د ترکیې د بشري مرستو دریمه جوپه چې پرون د ریلګاډي له لارې افغانستان ته ورسېده او په فاریاب کې پر درې سوه کورنیو وویشل شوه.

د ترکیې سفارت زیاتوي چې تر اوسه یې په افغانستان کې له څلور څلوېښت زره او درې سوه کورنیو سره بشري مرستې کړې دي.

د ملګرو ملتو په وینا د اوس لپاره په افغانستان کې تر څلرویشت میلیونه ډېر افغانان بشري مرستو ته ضرورت لري.