له ايرانه د ملګرو ملتونو غوښتنه: د احمد رضا جلالي له اعدامه لاس واخلئ

ایراني الاصله سویډني ډاکټر او اکاډیمیک احمد رضا جلالي

ملګرو ملتو له ایرانه وغوښتل چې د ایراني الاصله سویډني ډاکټر او اکاډیمیک احمد رضا جلالي له اعدامه لاس واخلي.

د ملګرو ملتو د بشري حقونو د عالي کمشنرۍ ویاندې لی تروسیل په یوه بیان کې چې پرون یې خپور کړ وویل، چارواکي دې په تهران کې د اعدام دا سزا سمدستي لغوه کړي.

جلالي د طب ډاکټر او د ستاکوهلم په کارولینکا انستیتیوت کې استاد و چې په ۲۰۱۶ کال کې په علمي سفر ایران تللی و چې ونیول شو.

دی تورن شوی دی چې اسراییل ته یې څو مهم ایراني ساینسپوهان ورپه نښه کړې دي چې ویې وژني.

د ایران حکومت ویلي دي چې جلالي به د راتلونکې شنبې په ورځ اعدام کړي.