امريکا کې د افغانستان د ډيپلوماټيکو نمايندګيو کنټرول رسما امريکا اخيستی

د امريکا په واشنګټن کې د افغان سفارت ودانۍ

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې په واشنګتن ډي سي کې یې د افغانستان د سفارت او په لاس انجلس او نیویارک کې د دغه هېواد د کونسلګریو کنټرول رسما په خپل لاس کې واخیست.

په دې اعلامیه کې چې پرون ناوخته خپره شوه، راغلې دي چې متحد ایالتونه د دغه دیپلومیاتیک ماموریت د امنیت او خوندیتوب بشپړ مسوولیت لري.

د امریکا متحد ایالتونه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او اوس وایي چې په خپله خاوره کې به د افغانستان د سفارت او قونسلګریو د شتمنیو مسوولیت تر ثاني امر پورې د امریکا له بهرنیو چارو وزارت سره وي.