ګارډين: د طالبانو اعلان شوې بوديجه د تېر په پرتله ميليونه ډالره کسر شوې

نړيوالې ورځپاڼې

ګارډین (Guardian):

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د طالبانو پر وروستۍ پرېکړه لیکنه خپره کړې، چې له مخې یې ځینې کلیدي ادارې منحل شوې دي.

د طالبانو حکومت د یوه مکتوب له مخې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، د ملي امنیت شورا، د ملي مصالحې عالي شورا، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون، د مشرانو جرګې دارالانشا او د ولسي جرګې دارالانشا منحل اعلان شوي دي.

د ګارډین د مقالې په یوه برخه کې راغلي، کله چې طالبانو تېره اوونۍ د افغانستان د نوي مالي کال بودجه اعلان کړه، د تېر کال د بودجې پر تله ۵۰۱ ميلیون ډالره کسر په کې ښکاري.

د ۱۴۰۱ مالي کال بودجه ۲۳۱ ميلیارده افغانۍ ښوول شوې، چې ۲۰۳ ميلیارده یې عادي او ۲۷،۹ ميلیارده یې پراختیايي بودجه ده. د تېر حکومت د وروستۍ بودجې اندازه ۴۷۳ ميلیارد افغانۍ وه چې ۳۱۱ ميلیارده یې عادي او ۱۶۱ ميلیارده یې پراختیايي بودجه وه.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ د دغو ادارو د منحلېدو په اړه ازادۍ راډیو ته وویل، دغو ادارو ته «اوس مهال اړتیا نه وه، د بودجوي ستونزو له امله لغوه شوې دي.»

په منحل شویو ادارو کې د ملي مصالحې عالي شورا هم شامله ده، چې عبدالله عبدالله یې مشري کوله او دې ادارې د جمهوري نظام په استازیتوب له طالبانو سره د سولې مذاکرې پرمخ بېول.

د ګارډین په مقاله کې راغلي، وروسته له هغې چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست په نیمايي کې بیا پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، نړۍ ته یې ډاډ ورکاوه، چې دوی به ډېر منځلاري وي، خو د لیکوال په باور طالبانو لا هم تر شپږم ټولګي پورته د نجونو نور تعلیم ته اجازه نه ده ورکړې او داسې توندو قوانینو ته یې مخه کړې، چې پر ښځو او نجونو یې بشپړ حجاب اجباري کړی.

ګلوبل وایسیس (Global Voices):

انټرنټي خپرونې ګلوبل وایسیس له افغانستان څخه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د ورپېښو امنیتي ګواښونو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې په یوه برخه کې راغلي چې د مې میاشتې پر اتمه د طالبانو حکومت وویل، د هغو ادعاوو په اړه څېړنه کوي، چې په کې ویل شوي د افغانستان له خاورې داعش ډلې پر تاجکستان توغندي ویشتلي دي.

داعش ډلې تر دې یوه ورځ مخکې یعنې د مې پر اوومه ادعا وکړه، چې له تخار ولایت څخه یې په تاجکستان کې پر ځینو نامشخصو پوځي اهدافو راکټونه ویشتلي دي.

خو هغه وخت د تاجکستان چارواکو محتاطانه څرګندونې کړې وې او دا یې راکټي حمله نه، بلکې د مرمیو ډزې بللې وې.

لیکوال زیاتوي، دغې پېښو په سیمه کې اندېښنې پارولي او د مرکزي اسیا هېوادونه هم په دې اړه بې اندېښنې نه دي.

د داعش ډلې خراسان څانګې د اپرېل میاشتې پر ۱۸مه هم په یوه ویډیو کې ادعا کړې وه، چې په کاتیوشا توغندیو یې د ازبکستان ځینې سیمې ویشتلي دي. هغه وخت د طالبانـو یوه ویاند ذبیح اله مجاهد ویلي وو، چې پر ازبکستان د توغندیو د ویشتلو د ادعا څېړنه کوي.

د لیکوال په باور ځینې انګېرنې دا دي، چې طالبان به ښايي فکر کوي، چې روسیه د اوکراین په جګړه کې ښکېله ده، اوس بهترین وخت دی چې د مرکزي اسیا پر هېوادونو د سیاسي امتیازونو د منلو لپاره فشار راولي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د تاجکستان چارواکو د خپلو پولو په اوږدو کې د خپل امنیت په اړه اندېښنې ښوولې دي.