ملګرو ملتونو بیا د افغان نجونو پر زده کړو ټینګار وکړ

ارشیف: په کابل کې د یوه ښوونځي زده کوونکې

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږي کونکې ادارې یا اوچا مشرې ایزابیل موسارډ کارلسن د افغان نجونو او ښځو پر زده کړې ټینګار وکړ او هغه یې د بشري حقونو یوه موضوع وبلله.

مېرمن کارلسن پرون دوشنبې په یوه ټویټ کې وویل، چې د نن ورځې د ښوونځي نجونې زده کونکې او د پوهنتون محصلانې د سبا ورځې ډاکترانې، نرسانې، ښوونکې او انجینرانې دي.

هغې ویلي، چې د ثانوي او له هغې وروسته زده کړو ته د نجونو او ښځو لاسرسی د بشري حقونو یوه موضوع ده او هم د ټولو افغانانو د راتلونکې لپاره یوه جدي اړتیا ده.

له کله چې طالبان بیا په افغانستان کې واک ته رسېدلي، له بلخ ولایت پرته د افغانستان په نورو ټولو ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو منع کړای شوي دي.