طالبان: نور به زړې وسپنې او فلزات بهر ته نه انتقالېږي

ارشیف: زړه وسپنه

د طالبانو حکومت وایي، زړې وسپنې او نور فلزات نه پرېږدي چې بهر ته انتقال شي.

په دې اړه پرون د طالبانو د حکومت د ریس الوزرا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې د مخکینۍ پرېکړې پرعملي کېدو ټینګار وشو او وویل شول چې د رنګه فلزاتو ویلې کوونکې فابریکې به زړې وسپنې او نور فلزات له سوداګرو د بازار په ورځنۍ بیه اخلي او دغه خام مواد به په هېڅ وجه بهر ته نه انتقالېږي.

دغه کمېسیون د ځینو نورو پرېکړو ترڅنګ دغه راز د افغانستان برېښنا شرکت ته دنده وسپارله، چې د وردګو د چک برېښنا بند د پاتې کارونو د لګښت په اړه دقیقه سروې ترسره او راپور یې د دغه کمېسیون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

د چک برېښنا بند درې توربینه لري، چې په بیا فعالېدو سره به د ۳.۹ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت ولري.