په کندز کې د مضره ملخانو د له منځه وړلو کمپاین پیل شوی

د کندز په یوه کرونده کې ملخان

په کندز ولایت کې د مضره ملخانو د له منځه وړلو کمپاین پیل شوی دی.

د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ د ریاست چارواکي وايي، دوی د دې ولایت په علي آباد، چهاردرې، خان آباد، قلعه زال، دشت ارچي، اقتاش، امام صاحب او کلباد ولسوالیو کې د مضره ملخانو د له منځه وړلو کمپاین پیل کړی دی.

د دغه ریاست رییس مولوي امان الله حسن ازادي راډیو ته وویل، په پورته یادو شویو ولسوالیو کې د کروندو، باغونو او څړځایونو د خوندي ساتلو په هدف یې د حمل له میاشتې راهیسې په ملخ لرونکو سیمو کې د دوا شیندلو لړۍ پیل کړې ده.

هغه زیاته کړه: "ملخانو پر وړاندې د مجادلې کمپاین عملاً روان دی. په امام صاحب، ارچي، خان آباد او اقتاش ولسوالیو کې کار عملاً روان دی او تراوسه پورې ۷۵۰ هکتار ځمکه د ملخانو له موجودیت څخه پاکه شوي ده."

هغه زیاتوی، که چېرې د کرنې وزارت له ملخانو سره د مبارزې په برخه کې له دوی سره پر وخت مالي او د امکاناتو مرسته ونه کړي نو ښايي مضره ملخان کروندګرو ته درانه زیانونه واړوي.

ویل کېږي، چې د پسرلي په موسم کې ملخان له تاجکستانه د افغانستان خاورې ته رااوړي او که چېرې دغه هېواد پر وخت د ملخانو پر وړاندې جدي مبارزه وکړي نو کندز به د ملخانو له شره په امن کې پاتې شي.

کندز په شمال ختېځ زون کې د افغانستان له مهمو کرنیزو ولایتونو څخه شمېرل کېږي.

د معلوماتو له مخې د دې ولایت ۸۵ سلنه اوسېدونکي پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي او د خلکو عواید هم له همدې درکه دی.