اوکراین د امریکا د پوځي او بشري مرستو غوښتنه وکړه

د عکس ښي لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکېن او چپ لور ته د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیتري کولیبا

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیتري کولیبا له خپل امریکايي سیال انتوني بلېنکېن سره وکتل او له خپل هېواد سره یې د امریکا د پوځي او بشري مرستو غوښتنه وکړه.

کولیبا پرون په برلین کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نید پرایس وویل، چې بلېنکېن او کولیبا د روسیې د یرغل له امله د نړۍ د خوړو د امنیت په اغېزمنتیا باندې بحث وکړ.

پر اوکراین د روسیې یرغل اوس په دولسمه اوونۍ کې دی، خو روسیه نه ده توانېدلې چې یو مهم ښار یا سیمه ونیسي.