پنجشېر: له دره ولسوالۍ د طالبانو ځواکونه وتلي

طالب جنګیالي

په پنجشېر کې د طالبانو محلي چارواکي تاییدوي، چې د دوی لېږل شوي ځواکونه د دره ولسوالۍ له دره عبدالله خېل سیمې وتلي دي.

د پنجشېر لپاره د طالبانو ویاند، ابوبکر صدیق له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې له دې سیمې د لېږل شویو ځواکونو وتل تایید کړل.

د سیمې اوسېدونکي ازادۍ راډیو ته ویلي، دغه تازه دمه ځواکونه په بېلابېلو سپکو او درنو وسلو سمبال وو، چې له تګ سره یې دغې سیمې پوځي بڼه خپله کړې وه.

د طالبانو چارواکي وايي په دره ولسوالۍ کې له وروستیو شخړو وروسته د طالبانو ځینې ځواکونه هلته ځای پر ځای شول.