برېتانيا: روسيه نه ده توانېدلې چې د اوکراين په دونباس ښار کې پام وړ سيمې ونيسي

د اوکراين د دونباس سيمې يو انځور

د بریتانیا د دفاع وزارت د پوځي استخباراتو په خبره، له کوچنیو ابتدايي پرمختګونو سره- سره روسیه نه ده توانېدلې د اوکراین د ختیځ په دونباس کې د تېرې میاشتې پر مهال د پام وړ سیمې ونیسي.

د دې وزارت په وینا، وروسته له هغې چې روسیه د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین تر یرغل وروسته ونه توانېده کییف ونیسي، خپل تمرکز یې دونباس ته واړاوه، چې لوهانسک او دونیڅ سیمې هم په کې شاملې دي.

د بریتانیا دفاع وزارت ویلي، روسي ځواکونه د لږو ظرفیتونو، ټیټ مورال او د جنګي موثریت د کموالي له کبله له زیاتېدونکو محدودیتونو سره مخامخ شوي دي.

د بریتانیا دفاع وزارت په خپلو ورځنیو خبرپاڼو کې ویلي: "د زیاتو دغو وړتیاوو پر ځای نورې هغه نه شي ځای پر ځای کېدای او احتمالاً دا کار به په اوکراین کې د روسیې د عملیاتو مخه ونیسي."

د بریتانیا دفاع وزارت اټکل کوي، چې په اوسنیو شرایطو کې دا روسیې ته ګرانه ده، چې په راروانو ۳۰ ورځو کې خپل پرمختګ د پام وړ زیات کړي.

روسیې په اوکراین کې خپله غیرموجه جګړه د فبروري میاشتې پر ۲۴ مه پیل کړه چې تر اوسه دوام لري.

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلینسکي هغه نوی قانون توشیح کړ، چې له مخې یې په اوکراین کې د روس-پلوه سیاسي ګوندونو فعالیت منع کېږي.

د ولسمشر زلینسکي د واکمن بلاک مرستیالې اولها سوفګیریا پرون په ټلګرام کې لیکلي: دغه قانون به په رسمي جریده کې تر چاپ یوه ورځ وروسته د تطبیق وړ وي.

د اوکراین پارلمان د مې میاشتې پر درېیمه هغه لایحه تصویب کړې وه، چې له مخې یې هغه روس پلوه سیاسي ګوندونه له فعالیته منع کېږي، چې د اوکراین پر خلاف په فعالیتونو کې ښکېل بلل شوي دي.

د اوکراین ملي امنیتي او دفاعي شورا د مارچ پر ۲۰مه د ۱۱ روس پلوه سیاسي ګوندونو فعالیت منع کړی و، دا هغه وخت و چې په دغه هېواد کې نظامي حکومت حاکم و.