پوتين د فنلنډ ولسمشر ته: ناټو کې د فنلنډ د غړيتوب هڅه تېروتنه ده

دروسيې ولسمشر ولاديمير پوتين

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د فنلنډ ولسمشر ساولي نینیستو (Sauli Niinistö) ته وویل، په ناټو کې د فلنډ د غړیتوب هڅه یوه اشتباه ده.

د کرملین د اعلامیې له مخې په هغو ټلیفوني خبرو کې چې دواړو مشرانو پرون کړي ولسمشر پوتین ویلي، چې روسیه فنلنډ ته کوم ګواښ نه پېښوي.

د فنلنډ د ولسمشرۍ دفتر وايي، ولسمشر نینیستو دا ټلیفوني خبرې د دې لپاره تنظیمې کړې وې، چې په ناټو کې د خپل هېواد د غړیتوب د پلان په اړه توضیحات ورکړي.

د فنلنډ تر څنګ سویډن هم پر اوکراین د روسیې د یرغل په نتیجه کې د اندېښنو په دوام په ناټو کې د غړیتوب غوښتنه کړې ده.