ننګرهار روغتيايي مسؤلين: هره ورځ لسګونه ځوانان په خپله خوښه وينې ورکولو ته ورځي

د ننګرهار روغتون انځور

د ننګرهار مرکزي روغتون مسؤلين وايي، په ورځ کې ۱۲۰ ځوانان په خپله خوښه د وینې ورکولو ته ورځي.

د دغه روغتون د وینې بانک مسوولانو پرون رسنیو ته ویلي، چې دغه وینه په اوسط ډول په تلسیمیا او نورو ناروغیو ۵۰ اخته کسانو ته ورکول کېږي.

تلسیمیا د وینې د کموالي هغه ناروغي ده، چې ورباندې اخته کس باید په منظم ډول تازه وینه ځان ته ولګوي.