ملګري ملتونه: افغانستان کې له ۱۹ ميليونو ډېر خلک له لوږې سره مخ دي

ارشيف

د ملګرو ملتونو یوه اداره وايي په افغانستان کې د روان کړکېچ له کبله د پوهنې برخه له خلکو هېره شوې ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ پرون په یوه ټویټ کې ویلي، دا مهال تر ۱۹ ميلیونو ډېر افغانان د لوږې له ستونزې کړېږي.

دغې ادارې د بامیان په تاجک کلي کې د هغو ماشومانو عکسونه هم خپاره کړي، چې د دوی له خوا ورسره د ښوونځیو د بستو/ بکسونو مرسته شوې ده.