د اوکراین پوځ: روسي ځواکونه د خارکییف شاوخوا سیمو په وتو دي

د اوکراین ځواکونه

د اوکراین پوځ وايي، روسي ځواکونه د دې هېواد د دوهم لوی ښار خارکییف له شاوخوا سیمو د وتلو په حال کې دي.

داسې ښکاري چې دا د اوکراین په ختیځ کې د روسیې د پوځ په عملیاتو کې دوهم ځل په شاتګ دی.

د اوکراین د وسله والو ځواکو ستر درستیز نن اعلان وکړ چې روسي ځواکونه اوس تر ډېره هڅه کوي چې د لوژستیکي لارو پر خوندیتوب تمرکز وکړي، اوکرایني سرتېري له دونېڅک سیمه وباسي او تاسیسات یې ویجاړ کړي.