په پنجشېر کې د دوو ماشومانو مړي موندل شوي

ارشیف: د پنجشېر ولایت یوه څنډه

په پنجشېر ولایت کې د هغو دوو ماشومانو مړي موندل شوي چې د وژنې تور یې پر طالبانو پورې شوی.

د طالبانو امنیتي چارواکو د درې ولسوالۍ په تندخوی سیمه کې د دې ماشومانو د مړیو موندل تایید کړي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي دا دوه ورڼه چې یو یې ۱۶ کلن او بل ۱۴ کلن وو کرزی او عین الله نومېدل، د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ د تېرې اونۍ د جګړې پرمهال غره ته تښتېدلي وو، چې مړي یې نن شنبې موندل شوي دي.

په پنجشېر کې د طالبانو امنیه قوماندان مولوي دادمحمد بتار له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې دا خبر تایید کړ او ویې ویل: "دوی له مولوي ورا سره غره ته تښتېدلي وو چې د جګړې پرمهال ووژل شول. دا هلکان چا په لوی لاس نه دي وژلي او هدف دوی نه وو، خو د جګړې په وخت کې وژل شوي."

د پنجشېرولایت پر درې ولسوالۍ د طالبانو د تېرې اونۍ له برید وروسته سلګونه کورنۍ د غرونو خوا ته تښتېدلي او اوس هلته د سړې هوا او د خوړو د نشتوالي له ستونزو سره مخامخ دي.