طالبانو د ۱۴۰۱ لمریز کال بودیجه اعلان کړه

د مالیې وزارت

د طالبانو حکومت د ۱۴۰۱ لمریز کال بودیجه اعلان کړه.

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت نن په یو بیان کې وویل، چې د ۱۴۰۱ مالي کال بودیجه ۲۳۱ میلیارده افغانۍ ده چې ۲۰۳ میلیارده یې عادي او ۲۷،۹ میلیارده یې پراختیايي بودیجه ده.

په بیان کې راغلي دي، چې دا بودیجه له کورنیو عوایدو ترتیب شوې او له بهره هېڅ ملاتړ نه دی ورسره شوی.

په بیان کې په سږنۍ بودیجه کې د ۴۴ میلیارده افغانۍ کسر یادونه هم شوې ده.

د تېر حکومت د وروستۍ بودیجې اندازه د اوسنۍ بودیجې تقریباً دوه چنده یعنې ۴۷۳ میلیارد افغانۍ وه چې ۳۱۱ میلیارده یې عادي او ۱۶۱ میلیارده یې پراختیايي بودیجه وه.

هغه مهال د دولت د بودیجې زیاته برخه د نړیوالې ټولنې له مرستو برابرېدله.