جرمني ته د اوکرایني کډوالو د ورتګ شمېر کم شوی

د مارچ په میاشت کې به د ورځې شاوخوا پنځلس زره اوکراینیان جرمني ته ورتلل.

جرمني ته د اوکرایني کډوالو د ورتګ شمېر کم شوی دی او اوس هره ورځ نږدې دوه زره اوکراینیان جرمني ته ځي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر نن وویل، چې د مارچ په میاشت کې به د ورځې شاوخوا پنځلس زره اوکراینیان جرمني ته ورتلل.

د فبروري له څلرویشتمې راهیسې چې روسیې پر اوکراین بریدونه پيل کړې دي، تر اوسه تر شپږ میلیونه ډېر اوکراینیان نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.