د اوکراین ولسمشر: هیڅوک د جګړې د پای ته رسېدو وړاندوینه نه شي کولای

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي وایي، په داسې حال کې چې اوکرایني ځواکونه له خپلې خاورې څخه د روسیي ځواکونو د ایستلو لپاره پراخې هڅې کوي، خو بیا هم هیڅوک د دې وړاندوینه نه شي کولی چې دا جګړه به کله پای ته رسېږي.

زیلینسکي تېره شپه خپل ملت ته په وینا کې چې د تلویزیون له لارې خپره شوه دا خبرې وکړې.

د راپورونو له مخې د فبروري له څلرویشتمې راپه دې خوا چې روسیي ځواکونو پر اوکراین برید کړی دی، درانه تلفات وراوښتي دي او روسان تر اوسه نه دي توانېدلي چې ډېرې سیمې لاندې کړي.