امریکا له سویډن او فنلنډ سره په امنیتي او دفاعي برخو کې همکاري غواړي

د امریکا ولسمشر جوبایډن

سپینه ماڼۍ وايي، چې ولسمشر جوبایډن له سویډن او فنلنډ سره په امنیتي او دفاعي برخو کې د امریکا همکاري غواړي.

ښاغلي بایډن همداراز د ناټو د پرانیستو دروازو د پالیسۍ او د اروپا د دې دوو هېوادونو له حقونو څخه ملاتړ څرګند کړی دی.

فنلنډ او سویډن پر اوکراین د روسیې د یرغل په نتیجه کې د اندېښنو په دوام په ناټو کې د غړیتوب غوښتنه کړې.

د یوه هېواد د غړیتوب لپاره د ناټو د واړه ۳۰ غړو مثبتو رایو ته اړتیا ده خو اوس د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې ټلواله کې د سویډن او فنلنډ له غړیتوب سره مخالفت څرګند کړی دی.