ایا طالبان به د اوو لویو صنعتي هېوادونو وروستۍ غوښتنې ته غاړه کېږدي؟

په کابل کې د جبري حجاب پر ضد د یو شمېر افغان ښځو لاریون - May 10 2022

د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې له ښځو سره د طالبانو د حکومت د چلند په اړه اندېښنه ښودلې او په یوه بیان کې یې د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې له نویو محدودیتونو سره مخالفت څرګند کړی.

له دې مخکې ملګروملتونو او د بشري حقونو مدافع ډلو هم د ښځو په برخه کې د طالبانو پر وروستیو اقداماتو نیوکې کړې وې، خو طالبان له خپل دریځ څخه یو ګام هم نه دي په شا شوي.

نړیوال څه کولای شي چې طالبان د ښځو د بنیادي حقونو درناوي ته وهڅوي؟

په دې اړه احمدتکل د ښځو د حقونو له فعالې حفیظې اصولي سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتلي دي چې ایا طالبان به د اوو لویو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو غوښتنې ته غاړه کېږدي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

حفیظې اصولي سره مرکه