فري پریس ژورنال: طالبانو بېرته د خپلې لومړنۍ واکمنۍ مقرراتو ته مخه کړې

د افغانستان په باب د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

فري پریس ژورنال (Free Press Journal):

د هندوستان انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې فري پریس ژورنال، په خپله تازه ګڼه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې په باب لیکنه خپره کړې، چې پر افغان ښځو د طالبانو له خوا د لګول شویو محدودیتونو په اړه د پنج شنبې په ورځ رابلل شوې وه.

په غونډه کې د طالبانو د مشر پر هغه فرمان اندېښنه وښوول شوه، چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ته یې تېره اوونۍ سپارښتنه کړې، چې حجاب په جبري ډول پر ښځو عملي کړي.

د فرمان له مخې ښځې له اړتیا پرته له کوره نه شي وتلی او که وځي هم، داسې کالي دې واغوندي چې سر تر پایه پوښلې وي.

د ناروې په غوښتنه د دې غونډې په بیان کې د ګڼو هغو سیاستونو د لیرې کېدو غوښتنه شوې چې له مخې یې د ښځو او نجونو حقونه محدودوي.

د فري پریس ژورنال د ورځپاڼې په لیکنه، وروسته له هغې چې طالبانو په تېره اګست میاشت کې پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړه، بېرته یې خپلو هغو افراطي مقرراتو ته مخه کړه، چې په خپله لومړۍ واکمنۍ کې یې عملي کول.

طالبانو لا هم په افغانستان کې نجونو ته اجازه نه ده ورکړې، چې تر شپږم ټولګي پورته نورې زده کړې وکړي، اکثر دولتي ښځینه کارکوونکي له کاره منع شوي، د ښځو د حجاب په اړه هم د دوی افراطي مقرراتو په نړیواله سطحه عکس العملونه پارولي دي.


اوپن ډیموکراسي (Open Democracy):

بریتانوۍ خپرونې اوپن ډیموکراسي ته هم په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو د فشارونو زیاتېدل مهمه موضوع ښکاره شوې او پرون یې لیکلي، چې د ښځو د حقونو فعالانو، د طالبانو له خوا د بندي کېدو له خطر سره- سره په کابل کې د اجباري حجاب پر خلاف لاریون وکړ.

په لیکنه کې د ۳۸ کلنې زویا خبرې رااخیستل شوي، چې وايي تېره سې شنبه کابل کې د لاریون پر مهال د طالبانو یوه وسلوال ورته وویل چې که تاسو خپل ځانونه سر تر پایه په حجاب پټ نه کړئ، تاسې مسلمانانې نه یاست.

ځینې شنونکي وايي، په افغانستان کې ښځې او نجونې له وړاندې هم حجاب رعایت کوي او د طالبانو د حجاب طرحه ډېره افراطي ګڼي، چې په نورو اسلامي هېوادونو کې دومره افراط نه په کې کېږي.

د خپرونې په لیکنه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما عکس العمل ته هم اشاره شوې، چې ویلي یې دي، د طالبانو نوي فرمان سخت اندېښمن کړي دي.