عبدالله عبدالله: د افغانستان له اوسني وضعیت د وتلو لار مذاکرات دي

په تېر حکومت کې د سولې د شورا مشر عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا پخواني مشر، عبدالله عبدالله په پنجشېر، تخار او بغلان کې د ملکیانو د شکنجې او وژنې د ادعاوو په اړه ویلي، چې د انحصار او له منځه وړلو سیاستونو تل هېواد د بحران خوا ته بېولی دی.

ښاغلي عبداله بې له دې چې د طالبانو نوم واخلي، نن جمعه په خپل فېسبوک کې لیکلي، مستند خبري راپورونه ور رسېدلي چې پوځیانو په دغو درېیو ولایتونو کې خلک صحرايي محاکمه کړي، د دوی د وژنې او شکنجې اقدام شوی دی.

عبدالله عبدالله ویلي، چې روان بحران د مذاکرو، تفاهم، د خلکو هوډ ته د درناوي، مذهبي تنوع او په هېواد کې موجودو هویتي او فرهنګي تفاوتونو ته د درناوي له لاسه حلېدی شي.

ویل کېږي، پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته دا لومړی وار دی، چې ښاغلی عبداله نسبتاً په تونده لهجه یو پېغام ورکوي.

هغه تر کوچني اختر مخکې له افغانستانه بهر سفر وکړ.

د ملي مصالحې شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتنه کړې، چې د وروستیو پېښو په اړه بېطرفانه څېړنه وکړي او نتیجه یې له افغانانو سره شریکه کړي.

راپورونه وايي پنجشیر، د بغلان اندراب ولسوالۍ او د تخار ولایت ځینې برخې له یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو او د مقاومت جبهې ترمنځ د نښتو شاهدې دي.

پنجشېر ولایت

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارد بنیت په یوه ټویټ کې نن جمعه ویلي هغه ویډیوګانې، صوتي فایلونه او راپورونه د ډېرې اندېښنې وړ دي، چې ښيي په پنجشېر، تخار او بغلان کې سرغړونې شوي چې د ده په وینا نور تایید ته اړتیا لري.

هغه دا کار د بشري حقونو او د نړیوالو بشردوستانه حقونو د رعایت پر لار مهم بللی دی.

د دې تر څنګ د بهرنیو چارو پخواني وزیر، محمد حنیف اتمر په پنجشېر، بغلان او تخار کې د خلکو د وژنې او شکنجې د ادعاوو په تړاو په ځینو ټویټونو کې ویلي، چې سیاسي یا پوځي هدف، یا هېڅ قانون د ده په وینا دا وحشت روا نه ګڼي.

محمد حنیف اتمر

د افغانستان د تېر حکومت د مذاکراتي هیئت مشر، محمد معصوم ستانکزي په یوه ټویټ کې ویلي، چې د زور او ستم له لارې حکومت نه شي کېدای.

ښاغلي ستانکزي ویلي، ظلم بالاخره غچ اخیستنې ته لار اواروي. د ښاغلي ستانکزي په خبره، اوسني واکمنان دې د خلکو د ډارولو پر ځای د خلکو زړونه خپل کړي.

طالبانو د دغو عکس العملونو په اړه تازه تبصره نه ده کړې، خو مخکې یې په پنجشېر، تخار او بغلان کې د ملکیانو د وژنې او شکنجې ادعاوې رد کړې وې.