نورستان کې پر نشه د روږدو کسانو شمېر ډېر شوی

افغانستان د بېکارۍ له امله پر نشه د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي.

د نورستان یو شمېر اوسیدونکي وایي چې، پر پخوانیو معتادینو سربېره، په وروستیو میاشتو کې د بېکارۍ له ډېرېدو سره، ډېرو نورو ځوانانو هم نشو ته ته مخه کړې ده.

د نورستان برګمټال او منډول ولسوالۍ هغه سيمې دي چې هلته ډېر ځوانان، ښځې او ماشومان په نشه یي موادو معتاد شوي دي.

د سیمې اوسیدونکي شکایت کوي چې په هېواد کې تر وروستیو بدلونونو را وروسته د بېکارۍ له ډېرېدو سره، د معتادو ځوانانو شمېر د هرې میاشتې په تېرېدو سره ډېرېږي.

غلام الله نورستانی د برګمټال ولسوالۍ یو قومی مشر دی. دی وایي چې د معتادینو له ډېرېدو سره په دې ولسوالۍ کې ټولنیزې او امنیتي ستونزې هم ډېرې شوي دي.

نوموړی وايي: "د برګمټال کلی، پورته دیوانه بابا، افسۍ کلی او نور کلي په دغه مشکل اخته دي. یو شمېر پخوانيو سرتېرو، افسرانو او یا د دولت کار کوونکو چې دندې له لاسه ورکړي، هغوی هم اوس نشو ته مخه کړې ده. د معتادو کسانو له زیاتوالي سره په سېمه کې لارې نيول، چور او غلاوي ډېرې شوي دي."

د کامدېش ولسوالۍ اوسېدونکي محمداسماعیل زماني ازادي راډيو ته وويل، په برګمټال او کامدېش کې کوکنار نه کرل کېږي او دا ټول نشه يي مواد له ګاونډي ولایت بدخشان څخه پر غرنیو لارو د دوی سيمو ته راوړل کېږي.

نوموړی وايي: "د برګمټال ولسوالۍ د افسۍ او څو نور کلي له پخوا نه معتادین لرل. اوس د بېکارۍ له ډېرېدو سره د معتادو کسانو شمېر هم ډېر شوی او هغوی له ځانو سره روغ کسان هم معتادوي. موږ وېره لرو چې خدای مه کړه زموږ ټول ځوانان په دغه بدبختۍ اخته نه شي."

دا خلک وايي چې د نورستان ډېر اوسیدونکي بېکاره او بېوزله دي او بل ځای ته د درملنې لپاره د تګ وس هم نه لري.

دوی له حکومت او مرستندویه ادارو څخه غواړي چې په نورستان کې د معتادینو د درملنې یو روغتون جوړ کړي.

ځایي چارواکي هم دا مني چې د بېکارۍ له امله د نورستان په ځینو سیمو کې معتادین ډېر شوي دي.

د نورستان د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست مولوي سمیع الحق حق بیان ازادۍ راډیو ته وویل: "وروستیو تحولاتو خلک بېکاره کړي او د کار فیصدي کمه شوې ده. اوس ګڼو کسانو په یو شمېر ساحو کې نشو ته مخه کړې چې ډېری يې په برګمټال او منډول کې دي. موږ له مرکزي حکومت، نړیوالو او کورنیو مرستندویه ادارو څخه د کلینیکونو جوړولو غوښتنه کوو چې ځوانان، ماشومان او ښځې له دغه ناروغۍ څخه وژغورل شي."

نورستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې تر اوسه د معتادینو د درملنې یو مرکز هم نه دی پکې جوړ شوی، دغه ډول په تېرو شلو کلونو کې هم ډېر لږ معتادین د درملنې لپاره ګاونډيو ولايتونو او کابل ته وړل شوي دي.

خو اوس چې په ډېری ولایتونو کې د معتادینو د درملنی مرکزونو د معتادینو د بستري کېدو خدمتونه بند کړي، د نورستان معتادین هم له دغو خدمتونو څخه بې برخې شوي دي.


راپور: روح الله انوري

Your browser doesn’t support HTML5

نورستان کې د معتادانو شمېر ډېر شوی