توماس: طالبانو د نجونو د ښوونځیو په بندولو د خپل رژیم د رسمیت پېژندلو مخه نیولې

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکلسن

د اروپايي اتحادیې یو جګپوړی چارواکی وايي، د طالبانو له لوري د نجونو د ښوونځیو بندېدا ښيي چې هغوی د افغانانو پروا نه لري او په دې توګه د نړیوالو له لوري د خپل نوي رژیم د رسمیت پېژندلو په لاره کې لوی خنډ پېښوي.

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکلسن پرون / پنجشنبې فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، د طالبانو له لوري د نجونو د ښوونځیو بندېدا د دوی د ژمنو په اړه یې په ذهنونو کې یو لړ شکونه پیدا کړي چې د شریکانو په توګه په دوی څومره باور کېدای شي.

نوموړي ويلي:"داسې ښکاري چې دا حکومت په حقیقت کې د خپلو خلکو خبرې نه اوري. څه چې ښځې غواړي دا نه دي چې ورته امر وشي چې څرنګه جامې واغوندي، دوی د خپلو کورنیو د خوراک غوښتنه لري، د ښوونځي او روغتیايي خدماتو غوښتنه کوي، د کار کولو فرصت غواړي."

طالبانو د نجونو د ښوونځیو د بند ساتلو په اړه هیڅ راز دیني او کلتوري توجیه نه ده وړاندې کړې خو له دې سره سره نه وايي چې کله به د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي پرانیزي.

تر اوسه له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي نه دي پرانيستل شوي.

طالبانو د تېر کال په اګست کې د واک له ترلاسه کولو وروسته د نجونو ښوونځي بند کړل خو وروسته یې ژمنه وکړه چې په نوي تعلیمي کال کې به (د حمل ۳مه) د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي.

مګر د حمل په درېیمه په داسې حال کې چې نجونې ښوونځیو ته تللې وې، د طالبانو د مشر ملاهیبت الله اخوندزاده په امر له شپږم ټولګي پورته نجونو ته وویل شول چې بېرته کورونو ته لاړې شي.

نیکلسن د افغانستان د ۵ ورځني سفر په پای کې وویل:"که ښوونځي په ټولو کچو د نجونو او هلکانو لپاره په درست هېواد کې نسبتاً ژر پرانیستل شي، دا به یو مثبت ګام وي، یو مخ په وړاندې مثبت ګام."

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې د استازي په وینا، د طالبانو له لوري د نجونو د ښوونځیو پرانیستنه به یو ډراماتیک بدلون وي، خو که له دې سره د نورو مدني ازادیو لکه د اقلیتونو د خوندیتوب او د ښځو حقونو په برخو کې تضمینونه یو ځای شي، کېدای شي د نړیوالو له لوري د طالبانو د حکومت له رسمیت پېژندلو سره مرسته وکړي.

ده په عین حال کې وویل چې اروپايي اتحادیه اوس په دې باور ده چې افغانستان نور هم شا ته مزل کوي.