اى پي ايل؛ نن شپه چېناى او ممبي سيالي کوي

د چېناى لوبډل

د ای پي ایل ۵۹مه لوبه کې نن شپه چېناى سوپر ګینګز او مبمبي انډینز د یو بل پر وړاندې د لوبې ډګر ته ځي.

د ورزشي اژانسو د راپورنو له مخې، دغه لوبه نن شپه د افغانستان په وخت ۷ بجې پیلېږي.

د دې ليګ په تېره لوبه کې ګجرات ټایټنز لوبډلې خپله ۱۲ مه لوبه د لکنو خلاف ترسره کړه او په دې سره یې پلې آف یا هم دویم پړاو ته لار ومونده.

ګجرات لوبډلې د خپلو ۱۲ سیالیو څخه یوازې درې لوبې وبایللې او د ۹ لوبې په ګټلو سره د لومړۍ لوبډلې په توګه دویم پړاو ته کوالیفای شوه.

په ۱۲ مه لوبه کې که څه هم ګجرات لوبډلې خپل سیال ته ۱۴۵ منډې هدف ورکړی و، راشدخان د ۲۴ منډو په بدل کې ۴ لوبغاړي وسوځل چې لوبډلې یې لوبه د ۶۲ منډو په توپیر وګټله.