نړیوال سازمانونه: روسیې په ځلونو اوکراین کې له کلوسټر بمونو کار اخيستى

د اوکراين په خارکییف کې د جګړې يوه صحنه

د بشري حقونو د څار سازمان وایي، روسیې پر اوکراین له یرغل راهیسې ډېر ځلې له کلوسټر بمونو کار اخیستى چې په نتیجه کې یې په سلګونه ملکي وګړي وژل شوي او کورونه، روغتونونه او د ښوونځیو ودانۍ یې زیانمن کړي دي.

دې سازمان په هغه راپور کې، چې نن پنجشنبې یې خپور کړی دغه راز ویلي چې اوکرایني ځواکونو لږترلږه یو ځل له دغو بمونو کار اخیستی دی.

د بشري حقونو د څارسازمان له دواړو هېوادونو غوښتي، چې باید د دغو منع شویو وسلو کارول ودروي او په دې اړه دې له نړیوال تړون سره د یوځای کېدو ژمنه وکړي.