د مقاومت جبهې طالبانو ته د خپلو لسګونو غړیو تسلیمېدو ادعا رد کړه

ارشیف: په پنجشېر کې د طالبانو غړي

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په پنجشېر کې طالبانو ته د دې جبهې د لسګونو غړیو د تسلیمېدو ادعا رد کړه.

د دې جبهې د بهرنیو اړیکو ريیس علي میثم تېره شپه د طالبانو له لوري د لسګونو کسانو د تسلیمېدو د ویډیو د خپرېدو په غبرګون کې ادعا وکړه، چې طالبانو عادي خلک کمرو ته کېنولي دي.

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه د یو شمېر کسانو ویدیو خپره کړې او ویلي و، چې دې کسانو د پنجشېر په دره او آبشار ولسوالیو کې له جګړې لاس اخیستی او له طالبانو سره ملګري شوي دي.