طالب او ازبکستاني چارواکي پر سوداګریزو اړیکو او همکاریو غږېدلي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د ازبکستان د صدراعظم له مرستیال او د بهرنۍ پانګونې وزیر سردار عمرزاکوف سره د دوو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ترانسپورت، ترانزیت، د ترمذ – مزرشریف- کابل او پېښور ترمنځ د ریل پټلۍ او د دوو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د لار نقشې پر وروستي کېدو خبرې وکړې.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دا خبرې د ویدیو کنفرانس له لارې پرون وشوې او په لړ کې یې د ازبکستان د سوداګرۍ او پانګونې وزیر وویل، هېواد یې د پټلۍ د نهايي کولو په اړه د غونډې رابللو ته چمتو دی خو په سیمه کې وروستیو تحولاتو دا چاره وخنډوله.