د اوکراین ولسمشر: روسي پوځیان د خارکییف له ځینو سیمو په شا تمبول شوي

په خارکییف کې اوکرایني ځواکونه د عملیاتو پرمهال

د اوکراین د ولسمشر دفتر پرون د دغه هېواد د جګړې په دوه اویایمه ورځ اعلان وکړ، چې ځواکونو یې په تدریجي ډول روسي پوځیان د خارکییف له یو شمېر سیمو څخه په شا تمبولي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي په خپله تایید کړې، چې اوکرایني ځواکونه توانېدلي چې د خپل هېواد دوهم ستر ښار خارکییف د روسیې له پر له پسې بمبارویو خوندي کړي.

ده په عین حال کې ویلي، چې اوکراینیان باید ناببره خپلې هیلې ډېرې زیاتې نه کړي.