د ايران سپاه پاسداران د کردستان پر څو هدفونو بريدونه کړي

د سپاه پاسداران ځواکونه

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک د عراق په شمال د کردستان د مرکز په اربیل ښار کې پر څو هدفونو بریدونه کړي دي.

د ایران د نیمه دولتي خبري آژانس تسنیم د راپور له مخې دغو ځواکونو په اربیل کې هغه ځایونه د توپونو په ډزو ویشتي چې هغه د ترهګرو ډلو سنګرونه یاد شوي دي.

د اوښتو تلفاتو راپور نه دى ورکړل شوی.

د دې آژانس په وینا په تېرو وختونو کې هم د ایران د سپاه پاسداران ځواک له خوا د ایراني کردانو د ډيموکراټيک ګوند په ګډون د عراق په شمال کې د ترهګرو ډلو مرکزونه په نښه شوي دي.