اوکراین سر له ننه د نوفوپ سکوف له لارې د روسیې د ګازو لېږد مخه نیسي

د اوکراین د طبیعي ګازو د پایپ لاین چارواکي وایي، چې له دې لارې د روسیې له دریو یوه برخه ګاز ختیځي اروپا ته صادرېږي.

اوکراین وایي، چې سر له ننه به د نوفوپ سکوف له لارې د روسیې د ګازو د صادراتو د لېږد مخه ونیسي.

نوفوپ سکوف د اوکراین په ختیځ کې هغه سیمه ده چې د روسیي پلوه بېلتون غوښتونکو په لاس کې ده.

د اوکراین د طبیعي ګازو د پایپ لاین چارواکي وایي، چې له دې لارې د روسیې له دریو یوه برخه ګاز ختیځي اروپا ته صادرېږي.

روسیه بیا وایي، چې له دې لارې لویدیځې اروپا ته له څلورو یوه برخه ګاز صادروي.