د اوکراین لپاره د امریکا نومول شوې سفیرې خپل پروګرامونه په ډاګه کړل

بریدګیټ برینک

د اوکراین لپاره د امریکا نومول شوې سفیرې ویلي، که یې سنا جرګه تایید کړي، دا به اوکراین ته د وسلو او امنیتي وسایلو د رسولو چارې همغږې کړي.

بریدګیټ برینک دا خبرې پرون د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وکړې.

نوموړې ویلي، که د اوکراین د سفیرې په توګه د دې نوماندۍ تایید شي، په کییف کې به په بشپړ ډول د امریکا سفارت د پرانېستو هڅه وکړي او هغه هېواد کې به کار پيل کړي.

امریکایي ډيپلوماتان پر اوکراین د روسیې له یرغل وړاندې د امنیتي اندیښنو له کبله له کیف نه ووتل.

برینک چې دا مهال د سلواکیا سفیره ده، د خپل ۲۵کلن سیاسي ماموریت ډېر وخت د پخواني شوروي اتحاد په جمهوریتونو کې تېر کړی دی.