طالبانو او ملګرو ملتونو د مرستو پر همغږۍ او شفاف ډول وېش ټینګار وکړ

د عکس ښي لور ته د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي او چپ لور ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره د افغانانو د بشري وضعیت په تړاو خبرې وکړې.

باختر اژانس د دې لیدنې کتنې تصویرونه خپاره کړې دي او څرګندوي چې په دې غونډه کې چې پرون په ارګ کې وشوه، د یوناما مرستیال رامز الاکبروف هم ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د بشري مرستو په برخه کې پر همغږۍ او په شفاف ډول د دې مرستو پر وېش ټینګار وشو.

د ملګرو ملتو په وینا اوسمهال د افغانستان تر نیم زیات استوګن بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

ګڼو خلکو د بشري مرستو له ویش څخه شکایت کړی دی او ادعا کوي چې دا مرستې عادلانه نه وېشل کېږي.