اروپایي ټولنې په پنجشېر کې د ملکیانو پر وژنې او بد چلند اندېښنه وښوده

وون برنت سفیر اتحادیه اروپا برای افغانستان

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازی وایي، په پنجشېر کې د ملکیانو وژنې او له عوامو سره د بد چلند راپورونو اندېښمن کړی دی.

وون برنټ پرون په ټویټر کې ولیکل، چې دا وضعیت د دې څرګندونه کوي چې په حکومتولۍ کې یوه پراخه حل لاره ولټول شي.

د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت ملي جبهې په وروستیو کې ادعا کړې ده، چې له طالبانو سره له سختې جګړې وروسته ، طالبانو ملکیان نیولي دي او یو شمېر ملکیان یې وژلي دي.

د پنجشېر د والي ویاند ابوبکر صدیق ازادي راډیو ته تېره شپه د خبرو پرمهال د ملکیانو د وژلو تورونه رد کړل، خو ده د دوشنبې په ورځ ویلي و چې د « دره» په ولسوالي کې د طالبانو شپږ وسله وال وژل شوي او دوه ټپیان شوي دي.