طالبان د حاجیانو لپاره د پاسپورټونو وېش بهیر اسانوي

د افغانستان پاسپورټ

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د حاجیانو لپاره د پاسپورټونو د وېش د چارو د اسانتیا خبر ورکړ.

دې وزارت پرون په یوه بیان کې وویل، چې د پاسپورټ له عمومي ریاست او د حج او اوقاف له ادارې سره یې یو تفاهم لیک په دې تړاو لاسلیک کړی دی.

په دې بیان کې راغلې دي، چې د هغو کسانو د پاسپورټ د ورکړې چارې دې ګړندۍ شي چې سږکال حج ته روان دي.

د دې بیان له مخې د حج او اوقاف له ادارې غوښتل شوې دي، چې د ټولو هغو کسانو د شهرت په اړه دې د پاسپورټ عمومي ریاست ته معلومات ورکړي چې د حج نیت یې کړی دی.