روسي پوځیانو د اوکراین په ماریپول خپلو بریدونو ته زور ورکړی

ماریپول کې د روانې جګړې له امله ویجاړه شوې ودانۍ

روسیې پوځیانو د اوکراین په جنوب کې د ماریوپول ښار د فولادو پر فاریکې بریدونو ته زور ورکړی دی.

د راپورونو له مخې د فولادو په دې فابریکه کې پاتې اکثر اوکرایني سرتېرې ټپیان شوي دي او لږ تر لږه هلته سل ملکیان هم بند پاتې دي.

د اوکراین د صدراعظم مرستیالې ایرینا ورشچوک پرون وویل، چې تر زرو ډیر اوکرایني سرتېرې د ازوفستال په فابریکې کې دفاع کوي.

نږدې درې میاشتې وشوې چې روسیي ځواکونو د ماریپول سرحدي ښار له خاورو سره خاورې کړی دی خو تر اوسه نه دې توانېدلي چې د ازوفستال په کارخانه کې د اوکرایني سرتېرو وروستی مرچل ونیسي.