روسي ځواکونو د اوکراین په ماریپول بريدونه زيات کړي

د روسي ځواکونو له لوري پر اوکراین توغول شوی توغندی

روسي ځواکونو د اوکراین د جنوبي بندري ښار ماریوپول د فولادو پر یوه فابریکه خپلې حملې زیاتې کړې دي.

په دې فابریکه کې د اوکراین دفاع کوونکي او لږ تر لږه ۱۰۰ تنه ملکیان راګیر پاتې دي او ویل شوي ګڼ دفاع کوونکي ټپیان شوي دي.

د تور سمندرګي پر بندري ښار اودیسه هم توغندي لګېدلي دي.

د اوکراین د صدراعظم مرستیالې ایرینا ویریشچوک پرون ویلي، چې په فابریکه کې د اوکراین تر ۱۰۰۰ زیات مدافعان راګیر پاتې دي.