اوکراین کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې شمېر تر ۷۰۰۰ اوښتی

د اوکراین په ماریپول کې د جګړې له امله ویجاړه شوې ودانۍ

ملګري ملتونه وايي، له کله چې روسیې په فبروري میاشت کې په اوکراین کې غیرموجه جګړه پیل کړې، په اوکراین کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې شمېر تر ۷۰۰۰ اوښتی دی.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، تر پرون پورې اوکراین کې ۳۳۸۱ ملکیان وژل شوي، ۳۶۸۰ نور کسان ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو په خبره په وژل شویو کې ۲۳۵ تنه ماشومان هم شامل دي.