موسسې: لس میلیونه افغان ماشومان د خوراکي توکو کمښت سره مخ دي

آرشیف: په کابل کې افغان ماشوم د پلاستيکي کڅوړو د خرڅلاو پرمهال. 07 March 2015

له ماشومانو د ملاتړ نړیوال بنسټ سېف د چلډرن په خپل تازه راپور کې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې نږدې لس میلیونه ماشومان د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.

د تخاري ماشومانو مور عالیه وايي، خپل ماشومان د شپې له لوري وږي ویده کوي او د ورځې له خوا په یوه مړۍ ډوډۍ او اوبو ګوزاره کوي.

په دې اړه نور: ملګري ملتونه: د افغانستان له نيمايي زيات وګړي لوږې سره مخ دي

عالیه د تخار ولایت په یو لیرې کلي کې ژوند کوي.

د هغې خاوند په پردیو ځمکو کې کار کاوه او په ګټلو پیسو يې د کورنۍ نفقه برابروله، خو لس میاشتې وړاندې د عاليې دا کوچنۍ دنیا هغه وخت ړنګه شوه، چې خاوند يې په تخار کې د جګړې له امله ووژل شو او دا د خپلو شپږو کوچنیانو سره یوازې پاتې شوه.

هغه وايي: "پر موږ یوه بده ورځ راغلې ده، وږې ماشومان مې ماته او زه مې ماشومانو ته ګورم چې کله له لوږي مري، په کور کې هېڅ نه لرو، دا مرستې چېرته ځي، په کومو ځایونو کې چې خلک واسطې لري دا مرستې هغوی ته ورکول کېږي زما غږ هغه چاته چې په واک کې دي ورسوي چې ماسره مرسته وکړي کنه له لوږي مړه کېږو."

ښايي دا د افغانستان د هغه زرګونه مېرمنو له ډلې وي چې هره شپه يې ماشومان په لوږه ویده کېږي او د ورځې يې سترګې د نورو مرستو ته وي.

د افغانستان دې وضعیت نړیوال بنسټونه هم اندېښمن کړي دي.

تازه له ماشومانو د ملاتړ نړیوال بنسټ سېف ده چلډرن په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د لس میلیونه ماشومانو د لوږې خبرداری ورکړی دی.

دغه بنسټ په خپل راپور کې په دې هېواد کې پراخه مرستو غوښتنه کړې ده.

د دې راپور په یوه برخه کې راغلي دي : "د نویو شمېر پر بنسټ په افغانستان کې ۹ عشاریه ۶ میلیونه ماشومان د اقتصادي ناورین، د اوکراین د جګړې او د اوږدې وچکالۍ له امله هره ورځ وږي پاتې کېږي، په دې هېواد کې د ماشومانو د تلف کېدو د مخنیوي په هدف د خوراکي توکو مرستې ته اړتیا ده."

د ماشومانو د ملاتړ د دغه بنسټ په راپور کې راغلي دي، سره له دې چې په وروستیو څو میاشتو کې ګڼو افغان کورنیو سره د خوراکي توکو د پام وړ مرستې شوي دي خو لا هم په دې هېواد کې د ماشومانو او لویانو په ګډون ۱۹ عشاریه ۷ میلیونه کسان چې د افغانستان د نفوس نیمايي برخه جوړوي لا هم وږي دي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په راپور کې راغلي دي، چې یوازې د تېرې مارچ میاشتې راپه دېخوا ۲۰ زره کسان له قحطۍ سره مخ شوي دي.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر هم واخلو خو د دې راپور تر خپرېدو پورې يې ویاندویانو زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.